د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یو ټوېټ کې ویلي: «د کابل درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ تنه پولیس منسوبین، چې د کابل پوهنتون مسوولیت ورترغاړې و، د امنیتي پلان تطبیق کې د ناغېړۍ له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، د دې وزارت چارسمبالی وزیر او لومړی مرستیال نن (شنبه، ۳۰ د کب) په رسمي ډول خپل کار پیل کړی دی.
د لیندۍ په اتمه دفاع وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د مسلخ دولتي شرکت سره د دوه قلمه غوښې قرارداد اړوند د دوو پرېکړه په اړه لیکي چې د کمېسیون د ۴۳۰۹ پرېکړې څېړنې لپاره، د پالیسۍ او سټراټیژۍ ادارې مسوولین له مسلخ څخه له لیدلو وروسته، د هغې توانایي یې تایید کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، دغه بریدونه د کابل ښار خېرخانې لب جر سیمې له یو سراچه ډوله موټره توغول شوي دي.
ښاغلي همت په خپلو خبرو کې دغه راز وایي، چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ولسمشر محمداشرف غني ته یې هم په ځلونو ویلې چې نه غواړي نوره دغه دنده مخته یوسي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیا ضیا نن (شنبه، ۲ د زمري) اطلاعات روز ته وویل چې د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو دغه بندیز له کابل، پنجشېر او ننګرهار ولایتونو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې لګېږي.