سرپرست وزیر خالد پاینده چې نن (پنج شنبه، ۲۳ د سلواغې) د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې خبرې کولې وویل، چې د همدې معاشاتو لوړولو لپاره یې هغه کوډ ته چې د دوی معاشونه ترې ورکول کیږي، ۱.۷ میلیارده افغانۍ ورزیاتې کړې دي.
خو د اطلاعات کلتور نوماند وزیر د ۷۸ تایید رایو او د ښځو چارو وزیرې حسینې ساپۍ د ۱۱۹ تایید رایو په تر لاسه کولو سره دواړو و نه شوی کولی چې په رسمي ډول وزیران شي.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني نن (دوشنبه، ۲۷ د غویي) په یاده جرګه کې له فلسطینیانو سره خپل خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه چې پر دې هېواد د اسراییلو بریدونو د اسلامي نړۍ د احساساتو راپارولو لامل شوی.
د پارلمان ځینو غړو د سولې کمېټې په جوړولو او د موقت يا د سولې حکومت له طرحې څخه د ملاتړ په اړه د پارلمان د مشر د خبرو له امله هغه په ملي خيانت تورن کړی او د هغه دريځ يې د «ګاونډيو هېوادونو د ګټو» لپاره بللی دی.
میررحمان رحماني نن (چهارشنبه، ۲۶ د غبرګولي) دغه دنده یادو کمېسیونونو ته وسپارله او زیاته یې کړه، چې د ولسي جرګې تالار له تصویب وروسته به یې حکومت سره شریکه کړي.
No More Content