په نننۍ لوبه کې رحمن الله ګربز تر نورو ښه ولوبید او ۴۷ منډې یې وکړې. ابراهیم او عظمت الله بیا ۲۲، ۲۲ منډې وکړې او تر هغې وروسته افغان لوبغاړي په پرلپسې توګه وسوځیدل او ټولې یې ۱۵۶ منډې یې جوړې کړې.
اطلاعات روز: د افغانستان او پاکستان تر منځ د درو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په اوله لوبه کې پاکستانۍ...
عمرزی هم د لوبې د فيس ۱۵ سلنه جریمه شوی ځکه چې د لوبې پر مهال يې داسې حرکت کړی و او داسې څه يې ويلي و، چې د یوه سوځول شوي توپ وهونکي توند غبرګون يې راپارولی شو.
اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (شنبه، ۱۷ د چنګاښ) د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته د...
دا لوبې چې د افریل په ۲۹مه نېټه د خوست په مرکز کې پېل شوې وې د هیواد له بېلابېلو زونونو پکې څلورو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز، میوند ډیفینډرز او جونیر چیمپینز برخه اخیستې وه.
د دې پایلوبې بچه سریلانکا وګټله او په خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ټوله لوبډله یې په شپاړسم اور کې په ۵۰ منډو وسوځیده.
عطاءالرحمن صافی زیاتوي، له دې سیالیو یې ګڼ نوي لوبغاړي پیدا کړل او ژمنه یې کړې، چې ډېر ژر به یې د کونړ ولایتي کرکټ لوبډله کې ځای پرځای کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د داخلي کلبونو ترمنځ د کرکټ یادې سیالۍ په ۳۱ ولایتونو کې ترسره کیږي، چې په ۱۵ ولایتونو کې پای ته رسیدلي او د ننګرهار په ګډون په ۶ ولایتونو کې دوام لري.
په دویمه پاڼۍ کې بنګلهدېش ۴۲۵ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په شان ښه لوبه ونه کړه او یوازې یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.
بشر احمد چې کلونه کيږې په دې ولايت کې کرکټ کوي وايي، چې دوی په پرلپسې ډول د يوه معياري لوبغالي د جوړيدو غوښتنه کړې خو زیاتوي چې چا یې غږ ندی اوریدلی.