د مرستو د وېش پر مهال په افغانستان کې د یاد بنسټ استازي فضلالله صاحبزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دغو مرستو کې ۴۰ کیلو اوړه، پنځه کیلو وریجې، پنځه کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره او پنځه کیلو غوړي شامل
د کونړ خلک نیوکه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې لویې او بنسټیزې پروژې نه دي پلي شوي، چې له امله یې په یاد ولایت کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ګراف هم مخ په پورته روان دی.
اوسمهال د شلتن ولسوالۍ پر یاد پل تیریدونکي خلک د تګ راتګ په موخه له یو باڼسي پل ګټه اخلي، کوم چې د ځایي اوسیدونکو له لوري د پل په ویجاړشوي ځای جوړ شوی دی.
په کونړ کې د ټولګټو چارو ریاست طالب مسولین هم مني، چې د پشد پل نړیدلی او له همدې امله یې پر دغه پله د موټرو او ولسي خلکو تګ راتګ بند کړی دی.
نورستان کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوي تاج محمد مطمئن وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ۱۵۰ زره درسي کتابونو د وېش بهیر پېل شوی، چې نږدې ورځو کې به یې د وېش چارې بشپړې شي.
کونړ کې د لمریزې برښنا په مټ د للمي ځمکو اوبه کولو پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د یاد ولایت په درېو ولسوالیو سرکاڼو، مرورې او نرنګ کې پلې شوې، چې په جوړېدو سره یې څلور زره جریبه للمي ځمکه خړوبه شوې ده.
د کونړ اوسیدونکي وایي، طالبانو د نورو ولایتونو په څیر په دغه ولایت کې هم بشري مرستې په خپلو پلویانو او یا هغه چا ویشي چې له طالبانو سره یې په تیرو وختونو کې همکاري کړي وي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کونړ ولایت پر مقام دغه راکیټي برید نن (دوشنبه، ۶ د غويي) سهار شاوخوا نهه نیمې بجې هغه مهال چې د ختیځو ولایتونو په کچه د حسن قرات سیالۍ روانه وه، وشو.
«زیاتره نجونو ته د نکاح په ټاکنه کې خپل حق نه ورکول کیږي او تر ډیره په دې برخه کې له نجونو سره زیاتی کیږي؛ ځکه نجونې هم حق لري چې په خپله خوښه نکاح وکړي.»
کونړ کې د دې صنعت یو تن کاریګر شیفع الله اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په لرګي د ګلونو او نورو توکو چاپ اسانه شوی خو هغه چې په لاس جوړېږي، ارزښت یې لوړ او پيردونکي یې هم زیات دي.