د کونړ د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل نن (یک شنبه، ۲۳ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې د مالټو ۷۵۰ بڼونه شتون لري چې سږ کال به ۹۸۸ ټنه حاصل ورکړي، چې د تیر کال په نسبت لس سلنه زیاتوالی ښیې.
د کونړ والي محمد اقبال سعید اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په دغه ولایت کورنۍ او بهرنۍ وسله والې ډلې حضور لري، چې له داعش او وسله والو طالبان سربیره په کې اووه نورې ترهګریزې ډلې د دولت ضد فعالیتونه کوي او کونړ د یو پټنځای په توګه کاروي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته د خبرو پرمهال وویل، چې د یادو پروژو په پرانیستې سره به ځمکو ته په اوبو رسولو سره به کرنیز تولیدات زیات او د نباتي پوښښ په رامنځته کېدو به د وارداتو کچه راکمه شي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصصم نن (یکشنبه، ۱۷ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام ناوخته مرکز اسعد اباد کې د یوې هټۍ مخې ته رامنځته شوې ده.
پاکستاني نظامیانو نن (پنجشنبه، ۵ د وري) له غرمې وروسته د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ «ګلاب پړۍ» سیمه باندې ۷۵ راکیټي بریدونه کړي
والي وایي، چې یادو وسله والو له دې وړاندې د کونړ په مرکز او لیرې پرتو ولسوالیو کې د حکومت پر ضد فعالیتونونه کول.
د کونړ والي محمد اقبال سعید اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پاکستاني نظامیانو له خوا له وړمې شپې راهیسې د شلتن ولسوالۍ په «سونو» کلي او «المازو ډوپ» سیمې باندې پنځوس توپونه راتوغول شوي، چې خلکو ته په کې مالي زیانونه اووښتي دي.
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن (پنجشنبه، ۳۰ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نامالومه وسله والو تېره شپه د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ اړوند «سیدور» سیمه کې د شاهین په نوم د طالبانو قوماندان او د هغه دوه کوچنۍ لورګانې په خپل کور کې وژلي دي.
ښاغلی مصمم وایې، یادو کسانو له کلونو راهیسې د کونړ بېلابېلو ولسوالیو کې دولت ضد کړنې تر سره کولې، چې اوس پیښمانه دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن (شنبه، ۱۴ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا جګړه د چپې درې ولسوالۍ په «ګلسلک» او ورڅېرمه سیمو د دواړو لوریو ترمنځ شوې چې وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.