خپرپاڼه کې راغلي، چې یاد ریاست د زیانمنو شویو مدرسو او ښوونځیو د بیا رغولو توان نه لري او له همکاره موسېساتو څخه یې غوښتنه کړې چې د دې ښوونیزو مرکزونو په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي.
همدا راز، په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه (پنجشنبه) د همدې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې په يوه کور کې چت لويدلی چې له امله يې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
هغه ماشومان چې تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي وایي، چې ښوونځي یې ویجاړ شوي او اوس د ژمي او اوړي په موسمونو کې د خوندي چاپیریال نشتون له کبله له ستونزو سره مخ وي.
د چهارچینو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال محمد رفیق هنر وایي پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ په مرکز کې په تګاب نومې روغتون کې رامنځته شوې.
د ټولګټو چارو وزارت لپاره د طالبانو ویاند محمد اشرف حق شناس نن سهار رسنیو ته وویل، چې دا مهال په سالنګ کې ډېره واوره ورېږي او په بېلابېلو سیمو کې د واورې کچه تر یو متر زیاته شوې ده.
د ارزګان عام اوسیدونکي د طالبانو له مسوول چارواکو غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې دې د زده کړو په برخه کې شته ستونزې هوارې او د دوی ماشومانو دې ښوونځیو کې جذب کړي.
ورته مهال ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
ارزګان د بېلابېلو ولسواليو اوسیدونکي په خپلو سيمو کې د سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو څخه شکايتونه کوي او غوښتنه کوي چې مرستې دې ورسره وشي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې یاده ترافیکي پیښه پرون دوشنبه (۷ د کب) د مرکز ترینکوټ اړوند «طورې» سیمه کې د یو بایفور موټر او موټر سایکل ترمنځ رامنځته شوې.
د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې لپاره د طالبانو ريیس مولوي رحمت الله رحماني وايي، چې دې موسېسه کې د استادانو د کمښت له کبله شته استادان په اونۍ کې د ۲۱ ساعتونو پر ځای ۴۶ ساعتونه تدريس کوي او ترڅنګ یې اړ دي چې اداري چارې هم مخته یوسي.