د ANSA خبري اژانس ليکلي، چې د کروتون ولايت په «ستکاتو دی کورتو» ساحل کې شاوخوا ۲۷ مړي موندل شوي دي. د دې رسنۍ په وينا، ډېر نور مړي په اوبو کې ليدل شوي دي.
د اسلام اباد د سترې محکمې پر پاڼه په ۲۱ حکم کې همدا راز راغلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کميشنرۍ له لوري د يوه پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د وضعيت تر تاييد وروسته بايد هغه د يوه زنداني په څېر تر محکمې لاندې په زندان کې ونه ساتل شي.
د بشر حقونو څار له متحده عربي اماراتو غوښتي چې دا افغانان دې ژر بيرته ازاد کړي او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې د خپلې کډوالۍ د وضعيت معلومولو بهير ته لاسرسی ولري.
ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او دوی مجبور دي د خپلو مشتریانو لپاره یې په ګرانه بیه راونیسي.
د تورخم لپاره د طالبانو کمېسار عصمت الله یعقوب نن (شنبه، ۴ د چنګاښ) وویل، چې له پاکستاني لوري سره له اوږدو خبرو اترو او هلو ځلو وروسته په دې وتوانیدل تر څو پاکستانی لوری په دې قانع کړي چې افغان مسافرو ته په تذکرو د راتګ اجازه ورکړي.
د شمېرو له مخې په مرغومي میاشت کې له ایران څخه ۲۹ زره ۹۳۳ تنه هېواد ته راستانه شوي او د ۴۶ جسدونه هم راوړل شوي دي.
د افغانستان د ډيپلوماټيکو استازوليو اعلاميه چې خپره شوې پکې راغلي چې وروستۍ پېښه او «دې ته ورته غميزې» د افغانستان د پناه غوښتونکو پر وړاندې شته خطرات او ننګونې ښیي.
فايق زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وګړو د ژوند حق، ازادي، شخصي امنيت او خصوصي حريم هيڅ ډول قانوني خونديتوب نه لري.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې جنرال عاصم دا څرګندونې د خيبرپښتونخوا ايالت له قبايلي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې د ويانا غونډه د اقدام په غوښتنې سره پای ته ورسیده او له ښکېلو اړخونو وغوښتل شول چې په افغانستان کې د رواني روغتيا په خدماتو او د نشه يي توکو د استعمال د زيانونو په مخنيوي کې همکاري وکړي.