افغانان خو د تیرو څو لسیزو بي ثباتیو او ناامنیو له کبله نه دي توانیدلې په خپله خپلې اوبه مدیریت کړي او کابو ۸۰ سلنه اوبه یې له حساب او کتاب پرته ګاونډیو ته بهیږي
سمره وايي طالبان غواړي په دې کار سره د افغان نجونو راتلونکی په تياره کې وساتي، او له نړیوالو غواړي چې ددوئ دغه عمل وغندي
هلسينکيټايمز ليکلي، چې دا لارښودونه د اروپا د کډوالۍ شورا (EUAA) راپور منعکسوي چې ويلي يې و په افغانستان کې د هزاره وګړو حالت نور هم خراب شوی دی.
د شمېرو له مخې په مرغومي میاشت کې له ایران څخه ۲۹ زره ۹۳۳ تنه هېواد ته راستانه شوي او د ۴۶ جسدونه هم راوړل شوي دي.
د فارس د شمال لارې د پوليسو قومندان عبدالهاشم دهقاني تسنيم خبري اژانس ته ويلي، چې يو موټر چې د افغانستان وګړي پکې سپاره وو، د نی ریز – قطرویه – سیرجان پر لاره له يوې لارۍ موټر سره ټکر کړی دی.
د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو په بریا پایې ته رسېدل، په کابل د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې او مرکچي پلاوي ترمنځ په پوره تفاهم او همغږۍ د ګډو ناستو ترسره کېدل د خبرو اترو دویم پړاو بریالي کېدو ته هیلي زیاتوي.
خدايداد هوتک د روان کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د زړه د حملې له کبله ومړ. خپلوانو يې دا جرأت نه درلود چې دا تريخ حقيقت يې کورنۍ ته ووايي. دوی د هوتک کورنۍ او ماشومانو ته ويلي و چې خدايداد ټکر کړی دی
د افغانستان د ډيپلوماټيکو استازوليو اعلاميه چې خپره شوې پکې راغلي چې وروستۍ پېښه او «دې ته ورته غميزې» د افغانستان د پناه غوښتونکو پر وړاندې شته خطرات او ننګونې ښیي.
د ANSA خبري اژانس ليکلي، چې د کروتون ولايت په «ستکاتو دی کورتو» ساحل کې شاوخوا ۲۷ مړي موندل شوي دي. د دې رسنۍ په وينا، ډېر نور مړي په اوبو کې ليدل شوي دي.
د بشر حقونو څار له متحده عربي اماراتو غوښتي چې دا افغانان دې ژر بيرته ازاد کړي او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې د خپلې کډوالۍ د وضعيت معلومولو بهير ته لاسرسی ولري.