ګوتریش نن (شنبه، ۲۲ د سلواغې) په یوه ټویټ کې لیکلي: «موږ باید په علم کې جنسیتي برابري د ښځو د حقونو په تایید او د کلیشو په ماتولو سره ترویج کړو.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټينګار کړی: «کله چې له بشري حقونو دفاع کوو، په حقيقت کې د تروريزم له بنسټيزو علتونو سره مبارزه کوو.»
ګوتریش ويلي، چې د ښځو او نجونو د شړلو او چوپولو لپاره دا اقدامات، د افغانستان د خلکو ځور او کړاو دوامداره کوي.
ګوتريش بيا هم پر دې ټينګار کوي چې له زده کړو څخه د نجونو محروميت نه يوازې د ښځو او نجونو د برابرۍ حقونه نقض کوي، بلکې د افغانستان پر راتلونکي به هم تخريبوونکی اغېز ولري.
افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا په هدفي وژنو کې په نښه کیدل.
نموړي نن (چهارشنبه، ۱۹ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي: «موږ تر لسيزو وروسته له لوی ذروي جنګ سره مخ يو چې شونې ده تصادفا او يا هم قصدا شروع شي.»
ګوتريش زیاته کړې، چې تل د ده لپاره ټکان ورکونکې وه چې ښوونه او روزنه دې د دولت په ډېری سياستونو او د نړيوالې همکارۍ په اسنادو کې کم لومړيتوب ولري.
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
ګوتریش ويلي: «د نړيوالې ټولنې له لوري يوه [بله] واضحه غوښتنه شته او هغه داده چې طالبان بايد د هغو ترهګرو ډلو ټول فعاليتونه ودروي چې د پاکستان په ګډون ګاونډيو هيوادونو ته ګواښ وي.»
ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي:« موږ باید په ګډه له نا امیدۍ څخه امید او عمل ته حرکت وکړو او غذایی رژیمونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او ارزانه کړو.»