ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي:« موږ باید په ګډه له نا امیدۍ څخه امید او عمل ته حرکت وکړو او غذایی رژیمونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او ارزانه کړو.»
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز د هغوی د اساسي حقونو فاحش نقض دی او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی.
هغه له طالبانو وغوښتل چې سمدستي دې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لغوه کړي: «زه د افغانستان په چارواکو باندې غږ کوم چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لېرې کړي.»
پرون (جمعه، ۷ د زمري) ماسپښین مهال په داسې حال کې د کابل د کرېکټ په نړیوال میدان کې چاودنه وشوه چې په دې لوبغالي کې د شپږیزې لیګ سیالۍ روانه وه.
ګوتريش زیاته کړې، چې تل د ده لپاره ټکان ورکونکې وه چې ښوونه او روزنه دې د دولت په ډېری سياستونو او د نړيوالې همکارۍ په اسنادو کې کم لومړيتوب ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) پرون اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځينه کارمندانې له کار کولو منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټينګار کړی: «کله چې له بشري حقونو دفاع کوو، په حقيقت کې د تروريزم له بنسټيزو علتونو سره مبارزه کوو.»
ګوتریش ويلي: «د نړيوالې ټولنې له لوري يوه [بله] واضحه غوښتنه شته او هغه داده چې طالبان بايد د هغو ترهګرو ډلو ټول فعاليتونه ودروي چې د پاکستان په ګډون ګاونډيو هيوادونو ته ګواښ وي.»
ده زياته کړې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنيز ژوند څخه حذف شوي او په ډېری ځايونو کې يې جنسي او د حاملهتوب حقونه شاته غورځول شوي دي.