په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حبیب الله الهام وايي
چې دا مرستې به د نيمروز د کليو او پراختيا رياست په همکاري او د خوړو د نړيوال سازمان (W.F.P) له لوري پر ۲۱۰۰ کورنیو ووېشل شي.
د کندهار اوسيدونکی نقيب احمد ادعا کوي، چې دغلته څو ځله د ده په نوم راغلې پيسې د خيريه بنسټونو له لوري خوړل شوي او دی همداسې تش لاس پاتې شوی دی.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی پر ځایې طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو له لوري پر خپلو خپلوانو او پلویانو وېشل کېږي.
زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس عبدالحکیم حکيمي وايي، د ترکیې هیواد مرستې به پر هغو کورنيو ووېشي چې خوارځواکه ماشومان او ميندې په کورونو کې لري.
د کندهار يو بل اوسېدونکی حميد بیا پر خيريه بنسټونو تور پورې کوي چې د مرستې په بدل کې يې د نوموړي په ګډون د ډيری کورنيو بې عزتي کړې او د هغوی حقونه يې خوړلي دي.
ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري له ٢٥٠٠ یتیمو، کونډو او بې وزله کورنیو سره د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اختریزې ډالۍ په توګه د وچې میوې مرسته ترسره شوې.