د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو وياندې نبیله مصر الی پرون (سېشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د يوې اعلاميې له لارې په سرپل کې د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو مسموميت «يو کرغېړن جنايت» بللی دی.
د امريکا ځانګړي استازي هيله ښودلې چې د دې غونډې ګډونوال به خپل پيغامونه طالبانو، د افغانستان نورو رهبرانو او د نړيوالې ټولنې ذينفع غړو ته ورسوي.
د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي د افغانستان له خلکو د امريکا د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو ګډون د دې هيواد لپاره روڼ راتلونکی ټاکي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپل ټويټر ليکلي، چې په دې ليدنه کې د سيمې د وضعيت په اړه خبرې شوې دي.
د امريکا ځانګړي استازي تېره شپه (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي چې «يوه جدي پلټنه به له موږ مرسته وکړي چې پوه شو نبيزاده چا وژلې ده.»
معترضو ښځو ويلي، چې داسې فورمونه او غونډې مشروعيت نه لري چيرته چې د «طالبانو د جنايتونو» د قربانيانو استازي، د معترضو ښځو استازي او د قومونو او څنډې ته کړل شويو ډلو بامعنا ګډون نه وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وينا، توماس وېسټ به په استانبول کې له سياسي مشرانو سره وويني. د طالبانو سياسي مخالفين په استانبول کې مېشت دي.
وېسټ ويلي، چې د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ سره په اړيکه کې دی.هغه ليکلي چې د بشري حقونو د حالت په خرابېدو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره بايد د بېنټ د کار او راپور ملاتړ وشي.
وېسټ په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د جنورۍ له ۲۹مې تر فبرورۍ پورې به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه له امریکايي شریکانو، افغانانو او د بشري مرستو له موسېسو سره سلا مشورې وکړي.
ويسټ ليکلي: «دا د نړۍ لپاره مهمه شېبه ده؛ موږ بايد سره يو شو او له دې سياستونو سره په ټينګه مخالفت وکړو. موږ بايد د افغان ښځو په څنګ کې ودرېږو.»