وېسټ ويلي، چې د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ سره په اړيکه کې دی.هغه ليکلي چې د بشري حقونو د حالت په خرابېدو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره بايد د بېنټ د کار او راپور ملاتړ وشي.
د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي د افغانستان له خلکو د امريکا د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو ګډون د دې هيواد لپاره روڼ راتلونکی ټاکي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وينا، توماس وېسټ به په استانبول کې له سياسي مشرانو سره وويني. د طالبانو سياسي مخالفين په استانبول کې مېشت دي.
اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په پوهنتونو کې د ښځو پر زده...
وېسټ ويلي، چې له شریکانو او افغانانو سره به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران، د افغانانو له حقونو څخه د ملاتړ او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د دې هيواد استازو په افغانستان کې د خلکو د نيولو، د رسنيو د ځپنې او پر مذهبي ازاديو د محدوديتونو د لګولو په اړه هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
وېسټ وايي، په هند کې يې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي او د افغانانو تر منځ د سياسي خبرو-اترو پر بېړنۍ اړتيا يې ورسره خبرې کړې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو وياندې نبیله مصر الی پرون (سېشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د يوې اعلاميې له لارې په سرپل کې د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو مسموميت «يو کرغېړن جنايت» بللی دی.
د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس همداراز د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا د ځانګړې استازې رينا اميري څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان وګړو له طالبانو سره د امريکا د زيات تعامل غوښتنه نه ده کړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپل ټويټر ليکلي، چې په دې ليدنه کې د سيمې د وضعيت په اړه خبرې شوې دي.