ښاغلي صالح د خپلې لیکنې یوې برخه کې لیکلي، چې کابل پوهنتون کې د بریدګرو پاتې وسلې او د هغوی څېرې له هغو انځورونو سره چې داعش ډلې خپاره کړي، هم ورته نه دي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه ملي امنیت د عملیاتو بر مهال خوږیانو کې د داعش ډلې امر نیولی دی.» داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ختیځ کې د ملي امنیت څخه اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره شپه (سه شنبه، ۲ مرغومې) د ملي امنیت اړوند (۰۲ قطعې) د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند دامان او د شپږمې ناحیې په خالص فامیلو سیمه کې عملیات وکړل.
خوږیاڼی وایې، نیول شوی کس په سترګو نابینا دی او د حکومت پر ضد یې تبلیغات او داعش ډلې ته یې د جلب و جذب مسوولیت هم درلود.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت په هلو ځلو ۲۲ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای او له جګړې لاس په سر شول.
نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناوالله کړې وه.
امرخېل وایي، یو ځانمرګی بریدګر عبدالله نومیږي چې د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او د وسله والو طالبانو د یو غړي ابو سعید له لوري ځانمرګي برید ته هڅول شوی و، ملي امنیت د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې نیولي او یو تن بل زهیرالله چې د کوز کونړ ولسوالۍ اوسیدونکی دی د داعش ډلې له لوري برید ته هڅول شوی و.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۸ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په سیمه کې د ښار لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول «تسل عزیز» چې په اصل کې د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی، ژوندی نیولی دی .
د ښاغلي امرخېل په وینا، دې عملیاتو کې د «خادم» په نوم د داعش ډلې یو تن ماین جوړونکی د ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او بل تن سیف الرحمان چې د یادې ډلې لپاره د ماینونو په برخه کې یې زمینه سازي کوله امنیتي ځواکونو نیولی .
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (سه شنبه، ۲۳ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د عبدالواحد په نوم د داعش ډلې هدفي وژنو شبکې غړی د ملي امنیت صفر دوه قطعې ځواکونو د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د وړمې شپې ځانګړو شپنیو عملیاتو کې نیولی دی.