ټولګډونه حکومتولي د مفهوم له مخې يو ارزښت دی ځکه د ټولګډونه پرېکړې کولو پروسې خلکو ته اساسي ازادۍ ورکوي تر څو هغه اهداف او ارمانونه لاس ته راوړي چې دوی ته ارزښت لري.
خلکو یو څو دقیقې وروسته د عبدالباقي د کورنۍ یو غړی له خاورو راباسي. د نوموړي د مشر ورور محمد موسی بې روحه جسد، ورپسې یې بل ورور محمد قاسم او بیا یې د ښځو او زامنو او لورګانو بې روحه جسدونه یو بل پسې راوباسي.
په دې راپور کې د دولتونو د بقا او زوال پر مهم عامل غږېدلي يو. هغه عامل چې په سياسي-تاريخي کشمکشونو کې مهم رول لري او همدا راز د نسل پر نسل کډواليو مهمه ريښه ګڼل کېږي.
تاريخ ته په کتلو د افغانستان پر سر د نړيوالو او سيمهييزو قدرتونو مذاکراتو، ښکېلتياوو او مداخلو مثبته پايله نه ده ورکړې بلکې په افغانستان کې دننه يې کشاله نوره هم اوږده کړې او پيچلې کړې ده.
همدا اوس په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرې اترې ټکنۍ روانې دي، طالبان د سولې خبرو اترو ته نه حاضریږي، وایي ترڅو چې یې پاتې بندیان خوشې نشي او د غړو نومونه یې له تور لیست څخه ونه ویستل شي، هیڅ ډول خبرو ته حاضر نه دي، چې دا په حقیقت کې د سولې خبرو د سوبوتاژ کولو په مانا دي او هغه هیلي د خاورو سره خاورې کوي، چې موږ به ژر یو سرتاسري اوربند ته ورسیږو.
نږدې دوه میاشتې کیږي، چې په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پيل شوي، خو اندېښنې دا دي، چې لا هم دغه خبرې له ستونزو سره مخ دي.