دې سازمان د زده کړو د نړيوالې ورځې په درشل کې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بنديز د منلو وړ نه دی.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بنديز د هغوی راتلونکی نابودوي.
ګوتريش ټينګار کړی، چې د ټولګي له څوکيو واخله بيا د تصميم نيونې تر مېز پورې بايد ښځې او نجونې وکولای شي چې د افغانستان د ژوند په ټولو اړخونو کې بشپړ او معنادار ګډون ولري.
اطلاعات روز: د اروپا د پارلمان غړې هانا نيومن وايي چې له افغانستانه د زده کړو د برخې درې فعالان...
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم ويلي، چې د پښتنو فرهنګ دادی چې ښځې په کور کې ساتي او دې کلتور په سلګونو کلونو کې هم بدلون نه دی کړی.
ګوتريش بيا هم پر دې ټينګار کوي چې له زده کړو څخه د نجونو محروميت نه يوازې د ښځو او نجونو د برابرۍ حقونه نقض کوي، بلکې د افغانستان پر راتلونکي به هم تخريبوونکی اغېز ولري.
ذبيح الله مجاهد ترکيه کې د علماوو غونډې ته په خپله وينا کې ویلي، چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانيستل يقيني دي او اوس دغه ډله د نصاب په ترتیب، ټرانسپورټي سيستم او جلا صنفونو پر جوړولو کار کوي.
دغه کوچنۍ جلۍ د ترینکوټ په کفترخانه سیمه کې په یوه کلیوالي ټولګي کې د ۳۴ نورو زده کوونکو سره یو ځای زده کړې کوي.
ملالۍ ټول درسونه له یادو زده کوي او ټولګیوالو ته یې تکراروي.
شینوارې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په بندیدو هم خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې تعلیم د هر افغان نارینه او ښځې حق دی.
د رويټرز په وينا، د قطر لومړي وزير د طالبانو له مشر سره په افغانستان کې د بشري کړکېچ د ختمولو لپاره پر هڅو او له تروريزم سره د مبارزې په تړاو «د طالبانو د عملي هلو-ځلو پر دوام» خبرې کړې دي.