افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي. دا مهال طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی او د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې یې د نجونو پر مخ تړلې دي.
د طالبانو وياند ويلي، چې دا ډله په هره برخه کې له ديني اصولو او د افغانستان له ارزښتونو سره سم همکارۍ ته تياره ده.س
په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو اوسېدونکي وايي، د هغو موسېساتو د کاربندیز په اړه یې اندېښنې ډېرې شوې له اړمنو خلکو سره یې په روغتیا، پوهنې او د لومړینو خوراکي توکو برخه کې مرستې کولې.
ملګرو ملتونو ويلي، چې د امنيت شورا له امر سره سم به په ټولو ممکنه کچو کې له حاکمو طالب چارواکو سره يو رغنده او اصولي تعامل وساتي.
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
پوناما د پوټزل په حواله ليکلي، چې په مرستندويه سازمانونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز به د افغانستان ټولو وګړو ته زيان ورسوي.
د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرايوي مديرې زیاته کړې، چې طالبانو د مرستندويه سازمانونو په هڅو کې د ښځو پر ګډون بندیز سره هغه مرستې ځنډولي چې د افغانستان نيم نفوس ورباندې تکیه کوله.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرايوي مديرې زياته کړې چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې هره مياشت ۲۴ زره ښځې زېږون کوي او د خوندي زېږون لپاره روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري.
لينډا توماس ليکلي: «د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا غونډه کوي، تر څو د طالبانو له لوري له ملګرو ملتونو سره د ښځو د همکارۍ پر بندولو بحث وکړي.»
د ۱۲ هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي ويلي چې ښځې په بشردوستانه چارو او اساسي اړتياوو کې مرکزي رول لري.