د سيانان راپور له مخې، د دې وزارت ویاند اولګ نیکولنکو دې بیان کې ویلي: «دا یو جنګي اقدام، د اکراین پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا برید، د ملګرو ملتونو اساسنامې او د نړیوالو بنسټیزو حقوقو اصول یو فاحش نقض دی.»
تېر کال هم روسیه د افغانستان حکومت په غیاب کې د افغان سیاسي رهبرانو او طالب مشرانو کوربه و. د
د ټويټر يوه کاروونکي د خليلزاد تر ټويټ لاندې ليکلي چې امريکا کولای شي د نوموړي له تجربو د سياسي حل لپاره ګټه واخلي، «ايا افغانستان ښه بېلګه نه ده؟»
ټاس ليکلي، چې متقي کابلوف ته ډاډ ورکړی دی چې د طالبانو رهبري د روسي ملګرو مشورو ته غوږ نيسي او د ټولګډونه حکومت پر جوړولو او همدا راز د ښځو او نجونو د حقونو په شمول پر بشري حقونو کار کوي.
روسيې په وروستیو دوو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړيکې درلودې. اوس مهال طالبان په مسکو کې سفارت لري او په کابل کې هم د روسيې سفارت فعال دی.
د دا ډول څرګندونو پر دوام حقاني د طالبانو اوسنی حکومت ځواکمن وباله، خو زیاته یې کړه چې ځینې هیوادونه یې پر وړاندې د شومو اهدافو د بیا پلي کېدو هڅې پېل کړې دي.
د سپوټنیک د راپور له مخې، په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازي برخه لري.
د ايران، چين، روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو له امريکا او متحدینو يې هم غوښتي چې په افغانستان کې د اوسني وضعيت مسووليت دې ومني او سمدستي دې د افغانستان پر خلاف يو اړخيز بنديزونه لېرې کړي.
تاس خبري اژانس په خپل نني (دوشنبه، ۷ د وږي) خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د امریکا دفاع وزارت نه یوازې پیلوټان بلکې افغان ځانګړي ځواکونه هم روزي او د اوکراین جنګي سیمو کې یې ځای پرځای کوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټينګار کړی چې «هر ډول ابتکار – هغه که د نوې دندې او يا هم د نوي فرمټ رامنځته کول وي – د کابل او د سيمې د هيوادونو له ملاتړ پرته له ماتې سره مخ کېږي.»