په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د دیني ارزښتونو او خلکو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د راپور ورکولو او د څېړنو د ترسره کېدو په اړه وضاحت ورکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د برېتانیا استازولۍ ويلي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري.
اطلاعات روز: د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بېنټ وايي، چې په جرمني کې له مېشتو افغان مدني فعالان سره...
بېنټ لیکلي: «هېله لرم چې دا غونډه د کليدي ښکېلو اړخونو ترمنځ چې تل بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د افغانستان د راتلونکې مسير د اصلي هستې په توګه لومړيتوب ورته لري، د معنادارو او ټولشموله غونډو لامل شي.»
په جينيوا کې د افغانستان استازولۍ وايي، چې د بېنټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه تعاملي خبرې – اترې هم وشي.
بېنټ ليکلي، چې د بشري حقونو د اعلاميې د کليزې په درناوي په هيواد کې دننه او له هيواده دباندې د افغانستان د بشري حقونو د هغو مدافعينو درناوی کوي چې د ټولو لپاره په انعطاف او کلک هوډ سره د برابرۍ، عدالت او کرامت لپاره مبارزه کوي.
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بينټ وايي چې دا هيواد له...
یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د ښځو او نجونو د حقونو تامین د دوامدارې سولې لپاره اړین دي.
کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رافیلا لودیس د ويسا نيول کېدل ټکان ورکوونکي بللي دي. هغې په يوه ټويټ کې ليکلي چې ويسا يو داسې څوک دی چې له خپل هيواد سره مينه لري.
بېنټ تېره شپه (سېشنبه، ۹ د لړم) پر ايکس يوه پيغام کې ليکلی: «زه له پاکستانه غواړم چې افغانستان ته د [کډوالو او پناه غوښتونکو] د جبري اخراج د برنامو په لغو کولو سره دې د افغانانو لپاره د يوه بل کړکېچ مخنيوی وکړي.»