د ننګرهار امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي نن (شنبه، ۲۲ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پولیسو یې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د عملیاتو پرمهال پنځه تنه هغه کسان نیولي چې تیره ورځ د حاجي تور په نوم د یو سوداګر په وژلو او پیسو په تښتولو تورن دي.
سوداګر او پانګه وال وايي که اسانتياوې ورته برابرې شي، ګڼ کورني او بهرني صنعت کاران او سوداګر غواړي په دې ولايت کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین اطلاعات روز ته وایي، چې له راتلونکي د روښانه انځور نه شتون او د ناامنیو دوام، له وړو تر منځنیو او لوړو پانګې اغېزمنې کړې دي. د دې مسوولینو په وینا جنګ او ناامني په کوچنیو پانګونو کې د رکود زیاتوالي او له افغانستانه د پانګې وتو لامل شوي دي. دغه راز د منځنۍ کچې پانګوال هم اغېزمن او زیان یې لیدلی دی.
ملي سوداګر حاجي تور ملنګ وایي، په پاکستان کې لا هم د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې شته او ویې غوښتل، چې پاکستان دې د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ستونزې حل او امکانات دې ډېر کړي.
وسله والو غلو تیره شپه (سېشنبه، ۳ د لړم) د بهسودو ولسوالۍ اړوند«لسمې ویالې» سیمه کې دوه سوداګر په نامه د جاحي تاج محمد او حاجي حبیب الله چې پلار او زوی و، په ډزو وژلي دي.
د بار وړونکي موټر چلوونکی جمعه الدين وايي چې ياده ستونزه له څو ورځو راهيسې پيل شوې او د ټولې ورځې په جريان کې د ګوتو په شمار موټرونو ته پر کرښه د اوښتو يا رااوښتو اجازه ورکول کيږي.
د بصیر ارین درې موټره چې ۹۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دې اورلګېدنه کې وسول، له اطلاعات روز سره خبرو کې وویل چې د ګمرک ځینې مامورین، دولتي ځواکونه او مافیا له باروړونکو موټرو د اخاذیو له ترلاسه کولو وروسته اجازه ورکوي چې توکي هرات ته دننه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه، ۲۵ د وږي) پر خپل فیسبوک خپرو شویو څو خبرپاڼو کې په ختیځو ولایتونو او خوست کې پر روان وضعیت او د سوداګرۍ په اړه د سوداګرو د جوړو شویو ناستو خبر ورکړ.
يوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د محمود په نامه یاد سوداګر د تېرې یکشنبې په ورځ (۱ د لړم) هغه مهال تښتول شوی چې له کور څخه جومات ته روان و.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د سپین بولدک دروازې تړلو له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره د دواړو خواوو سوادګرو ته په میلیونونو افغانۍ زيان رسېږي.