سوداګر وایي، د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تشو لاریو محدودیتونو له امله هره ورځ په هره لارۍ له ۱۴۰ ډالرو نیولې تر ۳۲۰ ډالرو ډېمبرېج او ډیټنشن راځي، چې دوی ته د ورځې شاوخوا ۷ سوه زره ډالر زیان رسیږي.
په کندز کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار له ځايي رسنيو سره په خبرو کې دا پېښه منلې، خو د پېښي عاملين یې ناپېژاند وسله وال ياد کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد مرکز کې د ديني زده کړو سربېره نجونو ته د ښځينه ښوونکو له خوا عصري زده کړې هم ورکول کېږي.
تاکاشی له طالب چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې پر سياسي، اقتصادي، بشري مرستو، پروژو عملي کولو د سوداګرو د ستونزو پر حل، دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.
یو شمیر نور سوداګر اندیښنه لري او وایي، که د تورخم دروازه ژر خلاصه نه شي، نو له امله به یې نه یوازې سوداګرو ته زیان ورسیږي بلکې په بازارونو کې به ورسره د خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.
عبیدالله وایي، د دغې اورلګېدنې پرمهال د جالۍ دارو سبدونو جوړولو ټول ماشينونه، خام او جوړ شوي توليدات سوځېدلي او نور چاته ځاني زيان نه دی رسېدلی.
سوداګر او پانګه وال وايي که اسانتياوې ورته برابرې شي، ګڼ کورني او بهرني صنعت کاران او سوداګر غواړي په دې ولايت کې پانګونه وکړي.
یو سوداګر چې د اوړو کارو بار لري وایي، چې له هېواده بهر ته د بانکونو له لارې د پيسو په لېږد او بیرته ترلاسه کولو برخه کې محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي دي.
کندهار کې د طالبانو د کرني او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.
د بار وړونکي موټر چلوونکی جمعه الدين وايي چې ياده ستونزه له څو ورځو راهيسې پيل شوې او د ټولې ورځې په جريان کې د ګوتو په شمار موټرونو ته پر کرښه د اوښتو يا رااوښتو اجازه ورکول کيږي.