لوګر د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کیږي، هلته هم د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند وايي، په لوګر کې یې د وسله والو طالبانو لوی بریدونه په شاه تمبولي دي، نوموړی په دغو بریدونو کې ۱۵ وسله والو طالبانو او ۱۰ د ملي اردو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د خوست ولایت اوسېدونکی خانزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی لومړی د دې ودانۍ په پرانیستل ډېر خوښ و، خو اوس چې تشکیل نه لري، زده کوونکو او د خوست اوسېدونکو ته هیڅ ګټه نه کوي.
هغه له پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د دې ودانۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي، تر څو له کومې ستونزې پرته په کې زده کوونکي زده کړې وکړي.
د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکي شریف احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې د الوتنو په نه خلاصون اندېښنه څرګندوي او وايي، که یې په نږدې وخت کې کویټ هیواد ته تګ ونه شي، خپله وېزه به له لاسه ورکړي.
هغه وايي، د خپل ولایت د نوم له ورمعرفي کېدو وروسته یې په دې تور د تګ مخه ونیوله، چې ننګرهار کې د داعش فعالیت ډېر شوی دی.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شوي، روغتون ته هره ورځ له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک مراجعه کوي، چې شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. له عامې روغتیا وزارت څخه اطلاعات روز ته په تر لاسه شویو مالوماتو کې کې روانه هفته د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې ۴۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۸ کسان مړه شوي دي.
د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې چې له دې وړاندې په کې د توکو پلور او پېر په افغانیو ترسره کېده، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ځای تر ډېره پاکستانۍ کلدارو نیولی دی، چې دې مسلې خلک سخت اندېښمن کړي دي.
د پکتیا په ګاونډ پکتیکا ولایت کې هم د مخابراتي خدمتونو ستونزه جدي ګڼل کیږي، د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، هغو سیمو کې چې د تېر نظام پر مهال طالبانو کوم محدودیتونه لګولي و، اوس له منځه وړل شوي، خو بیا هم په لرې پرتو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو انتونه له کوم دلیل پرته بند وي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، د جګړو له شدت سره هم مهاله د مرکز په ګډون د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې تړل شوي او فعالیت یې په ټپه درولی، چې له امله یې د ځايي اوسېدونکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.
په افغانستان کې د ناروېژن کمېتې مشر تيرج مګنيزون واټرډال دا خبرې د ياد ادارې د دوه کلنو طبي زده کړو له انسټيټيوټ څخه د پکتيا، خوست، پکتيکا او غزني ولايتونو د ۵۹ تنه محصلينو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر د سویل ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې د ځینو ولسوالیو او سیمو د امنیت خوندیتوب په اړه یې خلک اندېښمن دي او د دوی په نظر چې په روانه مې میاشت کې به پکې د وسله والو طالبانو فعالیتونه او د هغوی بریدونه زور واخلي، خو د یادو ولایتونو امنیتي چارواکي او سرتیري ډاډ ورکوي، چې د تل په څېر به د دې سیمو او ولسوالیو امنیت ساتنې لپاره پوره هڅه کوي.