سرچينې زياتوي، چې يو اووه کلن هلک مړ شوی او د دې کورنۍ پنځه نور غړي په بد حالت کې د غور ولايتي روغتون ته وړل شوي دي.
په تېر يوه کال کې، د کابل او ولايتونو په کوڅو کې د کاريګرو ماشومانو شمېر په بې مخينې توګه پر ډيرېدو دی. په افغانستان کې د ماشومانو ورځنی کار د کثافاتو ټولونه، بوټ رنګونه او فقر کول دي.
نموړی زیاتوي، سږکال په نورستان کې د واورو سره-سره هوا هم زیاته سړه شوې چې له امله یې په دغه ولایت کې زیات شمیر څاروي هم تلف شوي دي.
تازه راستنې شوې کورنۍ سوړ موسم ته په کتو د خپلو ماشومانو ژوند ته اندېښمن دي او وايي، که د ژوند تېرولو لپاره ورته مناسب چاپيريال برابر نه شي، خېمو کې به يې ماشومان په بېلابېلو ناروغيو اخته شي.
د لغمان اوسیدونکی سراج الدین وایي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او مجبور دي، چې د خپلې کورنۍ لپاره لیلامي لباسونه وپېري ځکه دلته د یوې جوړې مغازهیي جامو په پيسو څو جوړې ليلامي جامې اخیستی شي.
د کندهار ولايت لپاره د طالبانو د مالدارۍ امر محمد حميد وايي، په دې ولايت کې شاوخوا ۱۵۰زره نور بېلابېل ډوله اهلي څاروي د خلکو په کورونو کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
بلخوا د کونړ روغتون یو ډاکټر مولاداد وایي، چې تراوسه په یاد روغتون کې د سینه بغل له امله ۱۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور بستر او تر درملنې لاندې دي.
په برمل ولسوالۍ کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د ژمي له پېل تر اوسه په برمل کې شاوخوا ۱۲ ماشومان مړه شوي او لسګونه نور په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي افغانان، چې په خپلو سیمو کې د استوګنې لپاره ځایونه لري، خو وايي، د سرپناه او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولی خپلو سړو سیمو کې روان سوړ ژمی تېر کړي، دوی د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې په ننګرهار کې دې ورته د استوګنې او د ژوند امکانات برابر کړي.
داخلي بې ځایه شوې کورنۍ دغه راز نیوکه کوي، چې د پخواني جمهوري حکومت او د طالبانو د اوسني رژیم پرمهال ورسره د کورونو د جوړولو لپاره مکررې ژمنې شوي، چې په خبره یې د کلونو په تېرېدو لاهم په دغه برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوی.