د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په دې برخه کې د طالبانو پر کم کارۍ نیوکې لري.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په «تاجکانو» کلي کې د یو کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍدوه تنه مړه شوي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، د شیګل ولسوالۍ په خوړ کلي کې د ورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتی، چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۴ کلن هلک ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې نن (دوشنبه، ٢٧ د وري) سهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم سېلاب وړی.
د لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت الله چې سیلابونو او ږلۍ یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په لس جریبه ځمکه کرل شوې هندواڼې سیلاب وړي د مرستې غوښتنه کوي.
د ځايي سرچينو د راپورونو له مخې، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو پر مهال د کورونو د نړېدو له امله رامنځته شوې.
ورته مهال ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
پکتیا کې سرچينې وايي، تېره شپه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې په يو کور غر ښويېدنه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۵ کسان په کې مړه شوي.
ارزګان د بېلابېلو ولسواليو اوسیدونکي په خپلو سيمو کې د سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو څخه شکايتونه کوي او غوښتنه کوي چې مرستې دې ورسره وشي.
لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو ریيس قاري خیر محمد غازي وايي، دغه سیلابونه پرون (جمعه، ۷ د تلې) سهار د دولت شاه ولسوالۍ په نویا، بنګړۍ، رساني، ملنګاني او نورو سیمو کې را وتلي دي.