لوګر ولایت کې د زياتو بارانونو له کبله سيلابونه راوتلي، چې د يو ماشوم په ګډون يې د خلکو شاوخوا ۱۰۰۰ جريبه زراعتي ځمکه او يو شمېر څاروي هم له منځه وړي دي.
د زرمت ولسوالۍ اړوند د سهاکو سیمې یو تن اوسېدونکي چې له خپلو ماشومانو سره ګردېز ته راکډه شوی اطلاعات روز ته وویل، چې له ماسپښین وروسته یې په کور سیلاب ور وخوت او له وسایلو سره یو ځای یې هر څه له منځه یوړل.
د ژړۍ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، د تېرې شپې د سیلابونو له امله د ژړۍ ولسوالۍ په «سنځري» کلي کې شپږ کسان مړه شوي دي.
د سیلابونو له امله د خوست صبریو ولسوالۍ کې ګڼو کلیو ته غځېدلې لویې لارې د پلونو نړېدو له وجې تړل شوې، چې اوس مهال ورسره خلک په خورا ستونزو کې ګېر دي.
زابل کې طالبانو د فوايد عامې ریيس حاجي قاسم اطلاعات روز ته وويل، په دې ولايت کې د وروستيو سېلابونه له کبله ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وايي، په مړو شويو کسانو کې ۱۳ طالبان، ۴ ښځې، ۳ ماشومان او ۶ تنه نارينه شامل دي.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت الله حماد نيازي اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولايت په مرکز قلات، سيوري، شینکۍ، دای چوپان او شاجوې ولسواليو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه رسولي.
د بټي کوټ قومي مشر امیر جان کوټوال بیا له حکومته د ستونزې پر بنسټيز حل ټینګار وکړ.
هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حکومت دې د خوراکي توکو او نورو لومړنیو مرستو ترڅنګ د سیلابونو د مخنیوي په موخه د استنادي دیوالو، سربندونه او نورې بنسټیزې پروژې عملي کړي.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د زمري) سیلابونو یو ډاټسن موټر وړی، چې په کې دوه ماشومان مړه شوي او درې نور کسان ټپیان دي.
د ترينکوټ ښار څخه هم په رارسيدولو راپورونو کې راغلي چې تېره شپه د دغه ښار په بېلابېلو سيمو کې د راوتلو سيلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي.
د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه په خپرو شويو ويډيو ګانو کې خلک ادعا کوي چې د ورستيو سيلابونو له امله دوی ته په زيات شمير زيانونه اوښتي او لاهم تر شنه اسمان لاندي ژوند کوي.