نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناوالله کړې وه.
امرخیل وايي، نیول شوی کس د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې د پنځه کسیز ګروپ مشر دی او «همایون» نومیږي، چې موده وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شو.
د کونړ والي محمد اقبال سعید اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په دغه ولایت کورنۍ او بهرنۍ وسله والې ډلې حضور لري، چې له داعش او وسله والو طالبان سربیره په کې اووه نورې ترهګریزې ډلې د دولت ضد فعالیتونه کوي او کونړ د یو پټنځای په توګه کاروي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په جلال اباد ښار کې د ګذر وکیلان او لرې پرتو ولسوالیو کې ځایي ملکان کم یې حقدار او ډیر یې د اړیکو پر بنسټ خلک په سروې کې شاملوي.
يوې سرچينې وويل، چې د دې نجلۍ پلار د طالبانو غړی دی او کوژدن يې هم طالب و. دا دواړه په ماشومتوب کې له يوه – بل سره کوژدن شوي وو.
امرخېل وایي، یو ځانمرګی بریدګر عبدالله نومیږي چې د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او د وسله والو طالبانو د یو غړي ابو سعید له لوري ځانمرګي برید ته هڅول شوی و، ملي امنیت د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې نیولي او یو تن بل زهیرالله چې د کوز کونړ ولسوالۍ اوسیدونکی دی د داعش ډلې له لوري برید ته هڅول شوی و.
امرالله صالح د نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې په لویو ښارونو کې د ترور یا وژنو کچې لوړېدو تر ټولو محوري لامل دا دی چې د ده په وینا د نیول شویو طالبانو فکر دا دی چې بېرته ازادیږي.
د همدې سرحدي لوا قومندان مولوي بلال وویل، فارغو شویو ۱۱۰ طالب سرتېرو ته په بېلابېلو برخو کې نظامي زده کړې ورکړل شوې دي.
هوګو شورټر زیاته کړې، چې بريتانيا، د ملګرو ملتونو امنيت شورا، د اسلامي همکاريو سازمان، جي اووه، غير دولتي سازمانونه او ډېر نور له طالبانو غواړي چې دا نه توجيه کېدونکی بنديز دې لېرې کړي.
د غور يو بل اوسېدونکی غلام حيدر وايي، چې د موسېسو په ځانګړې توګه د خوړو نړيوال سازمان مرستې د خلکو لپاره حياتي وې، خو څو مياشتې کېږي چې دا مرستې دريدلې دي.