د افغانستان د کرېکټ بورډ د ځوانو لوبډلو مشر روزونکي دولت خان احمدزی وايي، د زرغون افغانستان تر نوم لاندې په پیل شویو سیالیو کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه.
د تخار دشت قلعه اوسیدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ارشاد او دعوت آمريت ورزشي روزونکو ته ويلي چې تر امر ثاني پورې د بزکشۍ او فوټبال لوبو د کولو اجازه نه لري.
اعلامیه زیاتوي، چې دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار، زده کړو، پارکونو او ورزشي ځايونو ته پر تګ بنديز ولګېد.
يوازينی علت چې طالبانو له کرکټ او په کرکټ کې د تېر حکومت له سمبولونو سره تعامل وکړ، هغه ميليونونه ډالر وو چې ای سي سي افغانستان ته ورکول، يا يې هم ورکوي
بشر احمد چې کلونه کيږې په دې ولايت کې کرکټ کوي وايي، چې دوی په پرلپسې ډول د يوه معياري لوبغالي د جوړيدو غوښتنه کړې خو زیاتوي چې چا یې غږ ندی اوریدلی.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د طالبانو د ورزش او بدني روزنې د ادارې له لوري د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د ۱۱۰ لوبغاړو په ګډون د وزن پورته کولو سیالۍ پیل شوي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د المپيک ریاست مطبوعاتي مسوول علي قادري وایي، په دې سیالیو کې د ننګرهار په ګډون ۲۵ ولایتونه برخه لري،چې موخه یې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.
د راشد خان په وينا، که د افغانستان د کرکټ لوبډلې په وړاندې د استراليا لوبېدل ناراحته کوونکي وي، دی هم نه غواړي چې په بيګ باش کې په لوبېدلو نور ناراحته کړي.
په همدې حال کې بیا د خوست ولایت ورزشکاران هم دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ مهمې بولي خو غوښتنه کوي چې په ورزشي برخه کې دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
د لوبو، هنرونو، زده کړو، ښځو، حکومتولۍ، سياست او نورو ټولو چارو په اړه د طالبانو نظر د يوه ځانګړي ديني ايډيولوژيک ليد پر بنسټ دی. پر همدې اساس د دوی باور دادی چې «کفار» د مسلمانانو د عقيدې د خرابولو او د هغوی د ګمراه کولو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي.