ملګرو ملتونو ويلي، چې د امنيت شورا له امر سره سم به په ټولو ممکنه کچو کې له حاکمو طالب چارواکو سره يو رغنده او اصولي تعامل وساتي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې طالبانو په دا ډول پرېکړو يو ځل بيا وښوده چې د افغانستان د خلکو پرمختګ ته پاملرنه نه کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې طالبان دې پر خپل تصميم له سره غور وکړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې يې ۲۳۷ داسې پېښې ثبت کړي چې د خبريالانو او رسنيو ازادۍ پکې نقض شوې او په دې کې ګواښ، نيونې او تاوتريخجن چلند شاملېږي.
وېسټ ليکلي: «د طالبانو هغه فرمان چې ښځې د بشري مرستو رسولو په چارو کې له کاره منع کوي، ډېر زيات غير مسوولانه دی.»
ښځینه فعالې تورپېکۍ اشنا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د سولې په مذاکراتو کې دې د افغان میرمنو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هم دې په دې برخه کې له ټولو خواوو ضمانتونه واخیستل شي.