پاکستان د اکټوبر په مياشت کې د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې بايد دا هيواد پرېږدي، که نه وبه شړل شي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير همدا راز ويلي، چې د دې هيواد د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې چې «د پاکستاني طالبانو له ډلې يا بل هر تروريستي سازمان سره نور خبرې نه کېږي.»
د اسټراليا د سولې او اقتصاد موسېسې په راپور کې همدا راز راغلي چې نيپال د ۴.۱۳ نومرو په لرولو سره په ۳۶ درجه کې دی او د تروريزم د منځنۍ کچې له زيان سره مخ دی.
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ هم «په ټينګار» غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د پاکستان له دولت سره اغېزناکې خبرې وکړي.
باوري سرچينو د خبريالانو د ملاتړ سازمان ته ويلي، چې دا خبريال د پاکستان په حيدر اباد سيمه کې د نامعلوم دليل له کبله نيول شوی دی.
د تورخم لپاره د طالبانو کمېسار عصمت الله یعقوب نن (شنبه، ۴ د چنګاښ) وویل، چې له پاکستاني لوري سره له اوږدو خبرو اترو او هلو ځلو وروسته په دې وتوانیدل تر څو پاکستانی لوری په دې قانع کړي چې افغان مسافرو ته په تذکرو د راتګ اجازه ورکړي.
يو افغان خبريال محمود کوچي نن د دغه راټولیدنې پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تر يوه کال زيات وخت کېږي چې بې برخليکه دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډيان هڅوو چې هغو افغانانو ته چې د نړيوال ملاتړ په لټه دي د ورتګ اجازه ورکړي او هغوی ته د بشرپالو مرستو د رسولو لپاره له نړيوالو بشرپالو سازمانونو سره همغږي وکړي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو موقت وزير ويلي: «کومې تروريستي ډلې چې په افغانستان کې د ځان ځایولو هڅه کوي، بايد د ګاونډيانو او ټولې نړيوالې ټولنې لپاره ګواښ وګڼل شي.»
اصف ویلي، چې دا خبره افغان طالبانو هم په غونډه کې منلې او ويلي يې دي چې دوی له ټي ټي پي سره مخالفت نشي کولای، خو غواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي.