د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، غرمه شاوخوا دولس بجې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ «قلعه اخوند» سيمه کې د يوې ريکشې او هينو موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله يې په شترینګي ريکشا کې ناست پنځه کسان مړه شوي دي.
د وژل شوي کس لاسونه او پښې تړل شوي او بیا په ډزو وژل شوی چې ځایي خلکو یې نن سهار مړی هغه وخت موندلی چې دوی غره ته د تیږو ویستلو پسې روان وو.
بلخوا د کامې ولسوالۍ طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې نښته په یوه حقوقي موضوع رامنځته شوې او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو د وکیل احمد په نامه پر یوه ۲۵ کلن ځوان چې دوکانداري یې کوله ډزې کړي، چې پرمهال یې نوموړی وژل شوی او د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي.
د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، چې د عبدالمتین په نامه یو ځایي اوسیدونکي په خپلو دوه زامنو د کلاشینکوف ډزې کړي، چې پرمهال یې یو ۱۳ کلن زوي وژل شوی او بل ۸ کلن زوی یې ټپي شوی دی.
د یاد بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.
د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی زیاتوي چې وژل شوی ماشوم شپونکی و او په غره کې یې رمې څرولې، چې یوه مرمۍ یې موندلې او بیا یې ټکوله چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې او خپله پکې وژل شوی دی.
د کامې ولسوالۍ یو ځایي اوسیدونکی عبدالقدیر وایي، چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۴ د غویي) سهار وختي شاوخوا ۴:۰۰ بجې د دې ولسوالۍ د «ګرداب» قریه کې رامنځته شوې.
سېلابونو په کامې ولسوالۍ کې د مولوي روح الله استوګنځای نه بلکې سلګونه نور کورونه هم ړنګ کړي او د ځایي اوسیدونکو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکي هم د پېښې پخلی کوي او وایي، چې زوم د خپل خسر له وژل کیدو وروسته نیول شوی او اوس مهال په ولسوالۍ کې تر څیړنو لاندې دی.