یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په «بېزاکمالاتي» سیمه کې را منځته شوې ده.
یوې سرچینې وویل، چې یاد ځوان محمد داوود نومیده او تېره شپه (جمعه، ۱۸ د کب) ۱۰:۰۰ بجې یې د پرچمن ولسوالۍ اړوند «تخت پرچمن» سیمه کې ځان ځړولی دی.
د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، وژل شوی کس شیرغنک نومیږي چې له خپل پلار سره یې له شخړې وروسته د هغه له خوا د چاقو په ګزار ټپي شوی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې اړوند «عربانو ګولاي» سيمه کې يو کس خپله مېرمن د نامعلومو دلایلو پر اساس وژلې ده.
نيمروز ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مولوي محمد مهاجر په وينا، دغه سړي تېره ورځ (يکشنبه، ۲۲ د غبرګولۍ) د نيمروز په مرکز زرنج کې د خپلې مېرمنې، ماشومانو او خسر په ګډون د کورنۍ نهه تنه وژلي دي.
شهید اساس ولسوالۍ کې يوه ځایي سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته يې وويل، چې دغه کس خپله میرمن تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) مازديګر۳:۰۰ بجې وژلې ده.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وایي، د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند «غوچکو» سيمه کې د الله خان په نامه يوه پلار خپل زوی د چړې په ګوزار وژلی دی.
د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ کې د یوې کونډې ښځې جسد موندل شوی، د سرچینې په وینا چې لومړني معلوماتو کې لیدل کېږي چې دغه ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوې ده.
یادې پيغلې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان د کابل سیند ته غورځولی، چې مړی یې تیره شپه ناوخته بهسودو پله ته څیرمه د کورنۍ غړو ترلاسه کړی دی.
اطلاعات روز: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې يو کس...