سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دغه ځوان د ياد کلي اوسېدونکی و، چې د تفنګچې په وسیله یې په خپل سر ډز کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یو اوسیدونکي الفت شنیواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (جمعه، ۱۰ د چنګاښ) دیادې ولسوالۍ په «میدانک کمره سر» سیمه کې د عرفان الله په نامه یو ۱۶ کلن ځوان خپل ځان د کلاشینکوف په ډزو وژلی دی.