د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي په دې ويډيويي پيغام کې ويلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض له مجازاتو څخه په معافيت او پرته له دې چې په تړاو يې ځواب وویل شي، دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د برېتانیا استازولۍ ويلي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري.
بېنټ ليکلي، چې د بشري حقونو د اعلاميې د کليزې په درناوي په هيواد کې دننه او له هيواده دباندې د افغانستان د بشري حقونو د هغو مدافعينو درناوی کوي چې د ټولو لپاره په انعطاف او کلک هوډ سره د برابرۍ، عدالت او کرامت لپاره مبارزه کوي.
د مذهبي ازاديو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپورچي نازيلا غني هم د بېنټ غوښتنه تکرار کړې او په افغانستان کې یې پر هزاره ګانو او مذهبي لږکيو د بريدونو په تړاو د تحقيقاتو غوښتنه کړې.
د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه د فعالانو او بشري حقونو د مدافعينو نيونې ته هم اشاره کړې چې د خپلو حقونو لپاره له سولييز اعتراض او د بيان له ازادۍ څخه استفاده کوي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ويلي چې د دې هيواد ټول وګړي بايد وکولای شي چې په ارامۍ سره عبادت وکړي.
بېنټ لیکلي: «هېله لرم چې دا غونډه د کليدي ښکېلو اړخونو ترمنځ چې تل بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د افغانستان د راتلونکې مسير د اصلي هستې په توګه لومړيتوب ورته لري، د معنادارو او ټولشموله غونډو لامل شي.»
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بينټ وايي چې دا هيواد له...
بېنټ تېره شپه (سېشنبه، ۹ د لړم) پر ايکس يوه پيغام کې ليکلی: «زه له پاکستانه غواړم چې افغانستان ته د [کډوالو او پناه غوښتونکو] د جبري اخراج د برنامو په لغو کولو سره دې د افغانانو لپاره د يوه بل کړکېچ مخنيوی وکړي.»
بېنټ د خپلو خبرو په يوه برخه کې ويلي، چې د قانون د حاکميت نشتون، د سرچينو او واک لپاره سيالي او همدا راز د طالبانو له لوري د قومي ملاتړ ادعاوو د قومي او مذهبي ډلو ترمنځ له وړاندې حساسې اړيکې نورې هم کړکيچنې کړې دي.