د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د نجلۍ ولور درې لکه افغانۍ وټاکل شو

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د ميشتو قومونو ترمنځ تړون کې د پیغلې نجلۍ ولور درې سوه زره افغانۍ ټاکل شوی دی.

په دغه ولسوالۍ کې تېره ورځ  (يکشنبه، ۱۳ د کب) د شوي تړون پر مهال دا هم ويل شوي چې د زوم کورنۍ به ناوې ته دوه تولې سره زر اخلي او مېلمنو ته به يوازې د يو وخت ډوډۍ برابروي.

دوی همدا راز د نجلۍ د ماماګانو له لوري د «کبا» په نوم د پيسو اخيستل هم منع کړي او بې ځایه مصارف يې له ديني اړخه ناروا بللي دي.

ګربزو قوم د ناوړه دودونو مخنيوي دا پريکړه د کلتوري ستونزو د هواري لپاره کړې ده، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې له دې وړاندې داسې رواجونه موجود وو، چې له اسلام او کلتور سره خلاف و او د زوم په کورنۍ به بېځايه فشار راوړل کېده. د خوست ولايت متون اوسېدونکی راز محمد وايي، د لوړ ولور او نورو بېځايه مصارفو له کبله ځوانان مجبوره شوي چې په مرګونو لارو نورو هيوادونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي.

د هغه په وينا که په نورو ولسواليو کې هم د ګربزو په څېر تړونونه وشي، ټولنه کې به له کلونو راهيسې پاتې ستونزې حل شي.

هغه اطلاعات روز ته داسې وويل: «ګربزو قوم ډېره ښه پرېکړه کړې خدای دې اجرونه ورکړي، متاسفانه زمونږ په ټولنه کې بد رواجونه روان دي، ولور خو پرېږده چې نور بېځايه مصارف وګورې، نو زه غوښتنه کوم چې قاچاقي لارو ته زمونږ د ځوانانو مجبوريت پر ځای ولور کم کړي تړونونه وکړي.»

په خوست ولايت کې له دغه تړون وړاندې د لکڼو، قلندر اؤ باک ولسواليو او سيمو کې اوسېدونکو هم د ولور او نورو ناوړه دودونو د مخنيوي لپاره قومي پرېکړې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه