د یادې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه شاوخوا ۷:۳۵ دقیقو کې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند امید سبز ښارګوټي سیمه کې پر یو فیلډر موټر پسې نښلول شوي ماین له امله وه، چې درې تنه یې ټپيان کړل.
دغه کمېسیون نن (پنج شنبه، ۶ لیندۍ) یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه نوماندان چې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د ټاکنیزو سرغړونو له امله نقدي جریمه شوي و، په ځلونو اړیکو سره یې دغه جریمه نه ده ورکړې.
ښځينه فعالې مسکا زړه سواندې اطلاعات روز ته د دغو قضیو د زیاتیدا اصلي لاملونه فقر، بې روزګاري، کلتوري محدودیتونه او نور یاد کړل.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، پروان، نیمروز، لوګر، میدانوردګ، لغمان، زابل او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۷۱۶ تنو ته ورسېد.
ښاغلی درانی وایي، تیره اونۍ هم یادې ادارې د عامې روغتیا له روغتون سره د کرونا په برخه کې د ۷ لاسجوړو (مصنوعي) تنفسي الو مرسته کړې وه.
د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي موټرو د ثبت لړۍ د لړم په ۱۰مه د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم او د ملي امنیت شورا غونډې ۱۵ شمېرې مصوبې له مخې پیل شوه.
ليکوال او شنونکی اميد دلاور وايي، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او بېلابېلو بنسټونو له ګڼو مرستو سربېره لا هم د دې هېواد له نيمايي زيات خلک په بېوزلي کې ژوند کوي، چې په خبره يې لوی لامل يې په دولتي سيسټم کې پراخ فساد دی.
له بلې خوا هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمېسیون شمېرې ښیي، چې تېر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۴ قضیې ثبت شوې دي.
هغه زیاته کړه چې تښتول شوي کسان د بهسودو ولسوالۍ لومړۍ حصې اوسېدونکي دي. مهدي راسخ زیاته کړه: «طالبانو دغه کسان له څو موټرو ښکته کړي. وروسته یې ښځې او ماشومان ترې بېل کړي، سړي یې له ځان سره وړي او ښځې یې نورو موټرو کې کابل ته لېږلي.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۱۴۵ تنو ته ورسېد.