د افغانستان د حکومت تر ړنګېدو وروسته پکن هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپل تعامل او اړيکې کچه زياته کړي او تر اوسه يې د وزارت په کچه د طالبانو د لوړپوړو پلاوو کوربتوب کړی دی.
اسټرالوي کرکټ بورډ زياته کړې، چې دوی د کرکټ له نړيوالې شورا او د افغانستان له کرکټ بورډ سره له نږدې کار کوي، تر څو داسې اقدامات وشي چې په راتلونکي کې دوه اړخيزې لوبې ترسره شي.
دراني زياته کړې: «څرګنده ده چې يو بل څوک د هغوی د ساتنې لګښت پرې کوي، ځکه چې د افغانستان موقت دولت نه شي کولای چې د دومره زيات شمېر خلکو ورځنی لګښت ورکړي.»
تاسماګمبتوف ويلي، چې مسوده د ټوليز امنيت د سازمان د دايمي شورا له لوري تايید شوې او په غړو هيوادونو کې له بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ لپاره ليږل شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې افغان لوبغاړو د یادې لوبې لپاره خپل تمرینات کړي او لوبه نن (سې شنبه، ۲۲ د کب) د کابل پر وخت مازدیګر ۰۴:۰۰ بجې پېلیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه ترينګلتياوې په داسې مهال مخ په زياتېدو دي، چې له کرښې پورې غاړه خيبر پښتونخوا او ځينو نورو سيمو کې د وسله والو مخالفو ډلو له خوا بريدونو زور اخيستی.
د طالبانو دفاع وزارت نن سهار د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوی د تېرې شپې د هوايي بمباريو په غبرګون کې د پاکستاني پوځ نظامي مرکزونه تر بريدونو لاندې راوستي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
فايق همداراز ویلي: «په افغانستان کې د ثبات او په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد بیا ګډون د حکومتولۍ داسې یو مشروع ټولشموله سیستم ته اړتیا لري چې بنسټ یې عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو اراده وي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.»
د اروپايي ټولنې د بانديني سياست مسوول په امنيت شورا کې د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د دې شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهليک پر پلي کېدو ټينګار کړی دی. د ده په وينا، د پرېکړهليک د اجرا کولو لپاره فشار او تعامل ته اړتيا ده.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې وياند زياته کړې، چې په هيواد کې د دقيقې او معياري سر شميرنې لپاره له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.