افغان موټر چلوونکو ادعا کړې چې ښايي یو شمېر پاکستاني قاچاقبرانو د پاکستان خاورې څخه د تېرېدو پر مهال د بار وړونکو موټرو په بار کې د مقناطیس په مرسته مخدره توکي ځای پرځای کړي وي.
د افغان کارټ شرکت لپاره د طالبانو ریيس سيد محمد قسیم وایي، دغه شرکت تردې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله فلج شوی و او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) يې یو ځل بیا خپل فعالیت پېل کړ.
طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې کندهار، ارزګان، بادغيس، بدخشان او هرات ولايتونه د ځيرې زيات توليدات لري.
ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې یوه استازي ډاکټر مخلص نن (چهار شنبه، ۲۹ د وږي) وویل، چې د پاکستان ګمرک له تېرو څو ورځو راهیسې یاد هېواد ته د افغان سوداګرو د تازه مېوو او سبزیجاتو پر لېږد بندیز لګولی دی.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بينا وايي، دغه وچه مېوه د روان کال په جریان کې پاکستان، هند، چین، دوبۍ، اروپايي او امریکايي هيوادونو ته صادر شوې ده.
عزيزي ادعا کړې، چې د افغانستان صادرات په لومړي ځل تر وارداتو زيات شوي دي. د ده په وينا، افغانستان تر ټولو ډېر صادرات او واردات له پاکستان سره کړي دي.
No More Content