د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، وژل شوی کس شیرغنک نومیږي چې له خپل پلار سره یې له شخړې وروسته د هغه له خوا د چاقو په ګزار ټپي شوی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.
د احمدابا ولسوالۍ یو بڼوال علي جان چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې بڼوالۍ ته مخه کړې ۲۵۰۰ د مڼو ونې لري هغه وايي، پکتیا کې څلور ډوله مڼې کرل کیږي چې له ډلې یې د مارلینګ، بیروتۍ، پوځي او د اوړي په نومونو شاملې دي.
د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د علي خېلو سیمې یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره مجبور شو چې په خپلو کرنیزو ځمکو د چرسو بوټي وکري.
زرمت، احمدخېل، شوک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، ځاځي اریوب او ځینې نورې هغه ولسوالۍ کې دي چې ځايي خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
جمعه نور په ګردېز ښار کې ټکسي موټر چلاوه او څو ورځې وړاندې ځینو کسانو له ځانه سره کرایه کړی و، چې د څو ورځو نادرکۍ وروسته یې تېره ورځ (جمعه، ۲۸ د سلواغې) د ګردېز ښار اړوند سیمه کې جسد موندل شوی دی.
د سرچینې په حواله تېره شپه (جمعه، ۲۵ د وري) یو وسله وال کس له طالبانو د تېښتې پر مهال یو کور ته دننه شوی او په یاد کور کې یې د ځان خلاصون په موخه ښځې او ماشومان برمته کړي و.
تېره شپه (شنبه، ۲۸ د لړم) د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند «سروخېلو» سیمه کې د «حلیم الله» په نوم یو ۲۸ کلن ځوان په خپل کور کې ځان په ټوپک ویشلی دی.
سږ کال د سپینې شګې سیمه په ۲۵ سلنه قرار داد ورکړل شوې ده، خو سیلانیان شکایت کوي چې د قرارداد سره سم دوی ته څومره چې لازمه ده اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د زمري) سیلابونو یو ډاټسن موټر وړی، چې په کې دوه ماشومان مړه شوي او درې نور کسان ټپیان دي.
غواګانو کې د پوستکي ناروغۍ زیاته شوې، چې د روغتیايي مسوولینو او خلکو د معلوماتو له مخې په خوست ولایت کې د دغې ناروغۍ له امله لسګونه څاروي چې ډېره برخه یې غواګانې دي له منځه تللې دي.