د پاکستاني خبریالانو د معلوماتو له مخې افغان لوري ته دا لاره په داسې مهال تړل کیږي چې په کرمه ایجنسۍ کې د شعیه او سني قومونو ترمنځ په رامنځته شوې وسله واله نښته کې دواړو غاړو ته تر دې دمه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي هم دي.
دا مرستې داسې مهال وېشل کیږي، چې اړمن خلک له دې امله نیوکه کوي او وایي، چې د مرستو په لیست کې تر ډېره د طالبانو کورنۍ نیول کېږي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو له امنیه قومندانۍ څخه نن (پنج شنبه، ۲۶ د غبرګولي) په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر دوو زده کوونکو ډزې شوي یو وژل شوی او بل ټپي دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، یادو کسانو د زرمت په بېلابېلو سیمو کې د غلا په څو قضیو کې لاس درلود او تر نیول کېدو وروسته یې په کړي جرم اعتراف هم کړی دی.
دوی همدا راز زیاته کړې چې د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره درمل، روغتیايي پرسونل او نور اړین وسایل هم برابر کړي دي، چې څه باندې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
که څه هم د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو روغتیايي مسوولین په ځینو سیمو کې د طبي کېټونو د ویش خبره کوي، خو د مرکز ګردېز ځینې اوسېدونکي بیا نیوکه کوي، چې دوی ته ورکړل شوي روغتیايي درمل او صابون له وخت تېر شوي دي.
د زرمت ولسوالۍ اړوند د سهاکو سیمې یو تن اوسېدونکي چې له خپلو ماشومانو سره ګردېز ته راکډه شوی اطلاعات روز ته وویل، چې له ماسپښین وروسته یې په کور سیلاب ور وخوت او له وسایلو سره یو ځای یې هر څه له منځه یوړل.
د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي میلاد احمد اطلاعات روز ته وویل، چې اوس مهال له زرو ډېرې غواګانې مړې شوې او له ۲۰۰۰ څخه زیاتې ورباندې اخته شوې دي.
لومړۍ پېښه د شواک ولسوالۍ اړوند «سټوکنډو» سیمه کې د یوې کورولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پکې دوه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
زرمت، احمدخېل، شوک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، ځاځي اریوب او ځینې نورې هغه ولسوالۍ کې دي چې ځايي خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.