د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۱۹ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۹۰۷ تنو ته ورسېد.
باختر خبري اژانس نن (پنجشنبه، د مرغومې په ۱۶مه) د یاد وزارت چارواکو له خولې ویلي چې تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په څه ناڅه ۹۵ سلنه سيمو کې درنه واوره شوې چې په ځینو مواردو کې د سېلابونو د راوتلو سبب شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې استازې وویل چې داعش سږ کال افغانستان کې ۳۳۴ بریدونه کړي او یا یې د دومره بریدونو پړه منلې ده.
اعلامیه وایي، په هېواد کې وروستیو سیاسي بدلونونو د هېواد ګاونډیو هیوادونو چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې لوی شریکان دي، په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د سوداګرۍ بهیر اغیزمن او ګډوډ کړی دی.
په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د دوام په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د يوناما پر کړنلارې نيوکې کېږي.
قاليباف زياته کړې چې د دې هوکړې بشپړ او دقيق تطبيق د دواړو ملتونو په ګټه او د متقابلو اړخونو د ګټو تضمين کوي، همدا راز «د افغانستان د لوېديځ او ايران د ختيځ د اقليمي، جغرافيايي او ولسي وضعيت» ساتنه کوي.
ډی نيوز ليکلي، چې حنا رباني به په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ملا امير خان متقي سره وويني.
د چاپېريال ساتنې اداره وايي، چې سيلاب، وچکالي او د حرارت لوړې درجې په افغانستان کې په زرګونه کسان اغېزمن کړي او په ميليونونو ډالره زيان يې رسولی دی.
میلر زیاته کړې، چې امریکا اوس هم افغانستان ته د بشرپالو مرستو په چمتو کولو کې تر ټولو ستر هیواد دی. د هغه په وینا، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان له خلکو سره له دوه میلیارده ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
ګوتریش ويلي: «د نړيوالې ټولنې له لوري يوه [بله] واضحه غوښتنه شته او هغه داده چې طالبان بايد د هغو ترهګرو ډلو ټول فعاليتونه ودروي چې د پاکستان په ګډون ګاونډيو هيوادونو ته ګواښ وي.»