هلمند کې د وچکالۍ له امله نه يوازې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی بلکې سږکال د سختې وچکالۍ له امله دغلته ۵۰ سلنه باغونه هم وچ شوي دي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمیر رضاکاره ځوانانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سیلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د اوبو ۱۲ کوچني بندونه جوړ کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د کجکي بند په کاسه کې د اوبو اندازه په زياته اندازه کمه شوې، نو ځکه یاد ریاستونو د یو کډ تفاهم له لارې د یاد بند اوبه بندې او د ۴۰ ورځو لپاره به پر خلکو برېښنا قطع وي.
د کابل د ولايت مقام دفتر په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د طالبانو والي په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې ته په اشاره سره ويلي، چې د پلازمينې وګړي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کړکېچ سره مخ دي.
د آسمار ولسوالۍ کروند ګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې کروندو کې کرل شوي فصلونه وچ شوي، چې دې چارې له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
نيمروز کې ځايي کروندګر بیا د اوبو د کمښت څخه شکایت کوي دوی وایي، د ځمکې لاندې اوبه ښکته شوي او دومره اوبه نشته چې خپلې ځمکې پرې اوبه کړي.
د هرات د پاشدان بند رغنيزې چارې په داسې حال کې بيرته پېلېږي چې په دې وروستيو ورځو کې د ايران او افغانستان تر منځ د اوبو پر سر جنجالونه زيات شوي دي.
قاليباف زياته کړې چې د دې هوکړې بشپړ او دقيق تطبيق د دواړو ملتونو په ګټه او د متقابلو اړخونو د ګټو تضمين کوي، همدا راز «د افغانستان د لوېديځ او ايران د ختيځ د اقليمي، جغرافيايي او ولسي وضعيت» ساتنه کوي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د پېل په مراسمو کې وويل چې دا بند د فراه ولايت لپاره يوه مهمه پروژه ده.
کندهار کې د طالبانو د کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وويل، د يادې پروژې رغنيزې چارې څو مياشتې وړاندې پيل شوې وې او نن (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) ګټې ته وسپارل شوه.