دغه مرسته نن (شنبه، د لېندۍ ۲۰مه) ووېشل شوه. په افغانستان کې د افاد بنسټ مسوول سید مبین هاشمي وايي، دوی د پکتيا سربېره د هيواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ورته مرستو لړۍ پيل کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د زړورتیا جایزه یوې افغانې میرمنې ذاکرې حکمت ته ډالۍ کړې ده. دا جایزه هر کال د بشر حقونو فعالینو ته ورکول کېږي.
دې ناورين په دواړو هيوادونو ترکيه او ګاونډۍ سوريه کې د څه باندې ۴۱ زره کسانو ژوند اخیستی او ښارونه يې ويجاړ کړي دي. له زلزلې ډېر ژغورل شوي خلک په سخته سړه هوا کې بې کوره دي.
د سوريې روغتيا وزارت په خپلو وروستيو شمېرو کې ويلي چې د دې هيواد په حلب، لاذقيه، حماه او طرطوس ښارونو کې ۲۳۷ نفر وژل شوي او تر ۶۰۰ زيات ژوبل دي.
ملګري ملتونه وايي، چې په سوريه کې ۵.۲ ميليونه وګړي تر زلزلې وروسته بې کوره شوي دي او همدا راز په ترکيه او سوريه کې نهه لکه کسان په بېړنۍ توګه خوراک ته اړتيا لري.
د ترکيې د ناورين د مديريت ادارې ويلي چې د پنج شنبې په سهار په ترکيه کې د ټولو مړو شمېر تر ۱۲ زره ۳۹۱ پورې رسېدلی چې د چهارشنبې ورځې تر شمېرو ۳۰ سلنه زيات دی.
No More Content