د خوړو نړیوال پروګرام پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د زده کړو په نړیواله ورځ نړۍ ته یادونه کوي، چې په ښوونځیو کې د زده کړو لپاره خواړه اړین دي.
د افغانستان پر ښځو د زده کړييزو بنديزونو له کبله يو شمېر فعالان هڅه کوي چې دا بنديزونه ختم کړي. تر ځمکې لاندې ښوونځيو له جوړېدلو څخه واخله، بيا تر پر ليکه ښوونځيو او پوهنتونونو پورې.
دغو اعتراض کوونکو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو بنديزونو ته په اشارې سره وویل، چې دا ډله ښځځپونکې ده او غواړي چې ښځې له ټولنې حذف کړي.
ګوتريش زیاته کړې، چې تل د ده لپاره ټکان ورکونکې وه چې ښوونه او روزنه دې د دولت په ډېری سياستونو او د نړيوالې همکارۍ په اسنادو کې کم لومړيتوب ولري.
د بښنې نړیوال سازمان پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د افغانستان نجونې په دې ورځ خپله کېسه شریکوي او خپله ناهېلي څرګندوي؛ ځکه لا يې هم د طالبانو له لوري د زده کړې بنسټيز حق نقض کېږي.
اغلې راتوات په يوه ټويټ کې ليکلي: «دوی حق لري چې له خپلې شته وړتيا ګټه واخلي او د افغانستان له راتلونکې نېکمرغۍ سره مرسته وکړي.»
نموړې په يوه ټويټ کې ليکلي، چې زده کړې په حقيقت کې د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده او نجونې او هلکان بايد لاسرسی ورته ولري.
دې سازمان د زده کړو د نړيوالې ورځې په درشل کې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بنديز د منلو وړ نه دی.