کاریګر وايي، د پخواني نظام له پرځېدو وروسته په هره کارخونه کې تر نیمايي زیات کاریګر کم شوي او د کارونو د نشتوالي له امله د کارخونو د مسوولینو له لوري له دندو لېرې شوي.
په يوټيوب کې د طالبانو د تبليغاتو وروستۍ برخه په هيواد کې د سرتاسري امنيت نمايش دی. طالبان له يوټيوب څخه په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته ووايي، چې د هيواد په بېلابېلو برخو کې امنيت تأمين دی او هر څه سم دي.
پکتیا والو همدا راز د طالبانو د حکومت له مشرانو غوښتنه کړې، چې خلکو په ورځني ژوند کې د ستونزو جوړېدو پر ځای باید هغوی ته اسانتیاوې رامنځته شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ به د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰ زره ټنه د سکرو ډیرۍ جوړې او هر ټن به یې په هیواد والو په ۹زره افغانۍ پلورل کېږي.
په لويو روغتونونو کې له پرلپسې ننګونو سره – سره د ملګرو ملتونو د سازمان او مرستندويانو دوامدار ملاتړ د دې لامل شوی چې د افغانستان روغتيايي سيسټم دوام وکړي.
يو شمېر رسنۍ او خبريالان هم د طالبانو په ګټه په لابي کولو تورن دي. منتقدين وايي چې د محتوا سانسور او د رسنيو په خبري سرويسونو کې د ځینو واقعيتونو نه را اخيستل د طالبانو په ګټه لابي کول دي.
د ننکرهار خلک د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې لوستي ځوانان دې پر دولتي دندو وګماري او نورو بې روزګاره ځوانانو ته دې د دایمي کار روزګار زمینه برابره کړي.
د طالبانو راتګ سره زابل ولایت کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتیږي چې د چارو کارپوهان یې ترټولو لوی لاملونه دغلته د صنعتي فابريکو او تجارت نشتون يادوي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته متقاعدينو او معلولينو خپل کلني معاشونه نه دي تر لاسه کړي. دوی وايي، چې د دوی حقونه د دوی يوازينی عايد و او اوس مهال له تنګلاسۍ سره مخ دي.
ذکيه وايي چې د مېړه د ختم او تدفين تر مراسمو وروسته، ورسره دا فکر پیدا شو چې له مېړه پرته له ژوند سره ځان څرنګه عيار کړي او د خپلو اولادونو لپاره مور او پلار شي؟