د دغه ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پطرولیم ریيس مولوي نورالله نوري وایي، د دې ډبرې د استخراج قرارداد يې د پنځو کلونو لپاره د ګلوګلکسي او خوشحال احمدي شرکتونو سره لاسليک کړی دی.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د چارپيريال سانتې رييس فيروز محمد زي هم د ځنګلونو وهل کیدو اندیښمن کړی او وایي، دا هغه شرکتونه دي چې د معدن وزارت جواز لري، خو د چاپيريال ساتنې ادارې څخه يې جواز نه دی تر لاسه کړی نو ځکه يې دغه سرغړونې کړي دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، د هيواد د کانونو استخراج ته په پراخه کچه پام اړولی او په دې لړ کې يې لوی تړونونه لاسليک کړي دي.
د ننګرهار د کانونو رییس وایي، تازه یې د ننګرهار په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې د نفرایټو په نامه د قیمتي ډبرو د یوولس کانونو استخراج پیل کړی، چې په خبره یې د استخراج قراردادونه یې له افغاني شرکتونو سره شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د کانونو او پټروليم ریيس عبدالحنان حامد وايي، دا کان یې د «المحمود احمدي» په نوم یوه خصوصي شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړی، چې ۲۵۰ تنو به پکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د ننګرهار په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې دنفرایټو د ۱۱ کانونو په قانوني ډول د استخراج چارې پیل شوې او دغه قراردادونه له افغاني شرکتونو سره شوي، چې په استخراج سره به یې د سیمې زرګونه کسانوته دکار زمینه برابره شي
د ننګرهار د نفرایټ یو ټن تیږه د ۲۵ میلیونه افغانیو له مخکې ورکړې سره د ۱.۱ میلیون افغانیو او د کونړ د نفرایټ تیږه بیا د ۲.۴ میلیونه افغانیو په بدل کې یادو شرکتونو ته سپارل شوي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د والي مرستیال محمد انور دین پرور د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا کان یو شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی او په خبره یې چې د کیندلو پر مهال به د سیمې بې روزګاره اوسېدونکو ته د کار زمینه هم پکې برابره شي.
په همدې حال کې بیا د دغه کان قرار دادي شرکت مسوولین وايي، دغه کان چې ۶۰ کیلومټره مساحت لري د ډبرو سکرو له یو ټن څخه به ۳۰۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته ورکول کیږي.
اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت خبر ورکړی چې د بغلان ولايت د سرو زرو، د پروان...