هلمند کې کروندګر وایي، طالبانو یې د کوکنارو کښتونه په زور سره مات کړي، خو په خبره یې ترڅو پورې چې بدیل کښت ورته نه وي پيدا شوی تسلیم به نه شي او په پټه او ښکاره به د تاریاکو کرلو ته دوام ورکړي.
شینواری زیاتوي: «طالبانو غوښتل د خلکو پر ځمکو کرل شوي کوکنار واړوي، خو خلکو ورسره یو څه مخالف وکړ او بیا طالبانو په خلکو ډزې وکړې.»
په تازه توګه د آلسيس (Alcis) په نوم برېتانيا مېشتي بنسټ چې جعرافیایي معلومات وړاندې کوي ويلي، چې د سټلايټ انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د تارياکو کښت «په بېسارې توګه کم» شوی دی.
هغه وايي دامهال په هلمند کې د يو کيلو تارياکو قيمت تر ۲۵زره افغانيو پوري رسيږي په داسي حال کې چې په پخوانیو وختونو کې د یو کیلو تاریاکو قیمت ۱۲زره افغانۍ وه.