د سره صليب د نړيوالې کميټې له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ميليونونه کسان روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. لامل يې دادی چې په افغانستان کې په زرګونه روغتيايي مرکزونه ځنډول شوي دي.
د ازرې ولسوالۍ د پچ لاره کلي یو بل اوسېدونکی داد خان هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وايي، په روغتون کې د ښځینه روغتیاپالانو او درملو کموالی لویه ستونزه بلل کیږي.
ولسي خلک وایي، د نهه کلیو لپاره چې شاوخوا درې زره کورنۍ پکې اوسېږي یوازې یو فرعي کلینیک جوړ شوی، چې هغه کې هم روغتیايي اسانتیاوې په نشت حساب دي.
اطلاعات روز: د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د «بلند دښت» سيمې اوسيدونکي وايي چې دوی په سيمه کې هيڅ...
د معلوماتو له مخې شیرزاد، خوږیاڼي، دُرو بابا، ګوشته، دره نور، لعلپوره او مومندره هغه ولسوالۍ دي چې اوسیدونکي یې له کمزوري روغتیایي خدماتو او یا هم له نشتون شکایت کوي.
په ټول خوست کې لسګونه روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې تر ټولو لویه ستونزه پکې د ښځینه روغتیاپالانو او درملو کموالی بلل کیږي.
د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی احمد خان د طالبانو پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي او وایي، په څو ځلي یې ورسره په روغتیايي برخو کې ژمنې کړي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې که د بودیجې کچه پر همدې اوسني حال پاتې شي، نو ښايي ۷.۶ ميليونه وګړي به نور اړينو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.
جمال شاه چې د وټه پور ولسوالۍ له سپرې سیمې د دغې ولسوالۍ مرکزي روغتیايي مرکز ته د درملنې په موخه راغلی په روغتیايي مرکز کې د درملو له نشتوالي شکایت کوي.
د پکتیکا ولایت د وړممۍ، تروې، اومنه، خوشامند، ګیان، برمل او ځینو نورو ولسوالیو کې کلینیکونه د خلکو نفوس او اړتیا ته په کتو خدمات نه شي وړاندې کولی، چې خلک یې لامل د عامې روغتیا ریاست نه پاملرنه بولي.