د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې د يادو برخو سربېره ډېری د اکسرې کلينيکونه، لابراتوارونه او د درملو عمده پلورنځي هم د روغتيا وزارت او اړوندو صحي ادارو له خوا د فعالیت مجوز کارټ يا سرټېفېکټ نه لري.
د کندهار ولايت د لېرې پرتو سيمو نږدې ۹۵سلنه وګړي د خپلې درملنې لپاره کندهار ښار کې ميرويس حوزوي روغتون ته مراجعه کوي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یوه روغتیاپاله ملالۍ (مستعار) وایي، چې د کم معاش او د محرم د جبري کیدو له کبله اړه ده چې خپله دنده پریږدي.
دوی همدا راز زیاته کړې چې د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره درمل، روغتیايي پرسونل او نور اړین وسایل هم برابر کړي دي، چې څه باندې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر سيد احمد سعيدي وايي، چې هغه خصوصي درملتونونه او او معاینه خانې چې جوازونه یې نه درلودل او غیر قانوني وو، تړلي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی وايي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر...
د لکڼو، چرګوټي، غازي اباد، تريزو، هارون خېلو، بټۍ تاڼې، تنګي، خلبيسات، علي شير، نادرشاه کوټ او سوراک هغه روغتيايي مرکزونه دي چې روغتيايي خدمات نه لري او خلک يې د فعالېدو غوښتنه کوي.
په دغه ولايت کې د نورو عامه خدمتونو ترڅنګ جګړو روغتيايي سيستم هم سخت زيانمن کړی دی او خلک يې له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.
ځایي اوسیدونکي وايي، له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو نشت له ستونزو سره مخ کړي او اړ دي چې د درملنې لپاره د کندهار ښار روغتونونو ته مراجعه وکړي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص وايي، دغه مرستې د (HNTPO) موسېسې له لوري شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) ووېشل شوې.