دوی زیاتوي چې یادو کسانو کې ۱۴۷ تنه نارینه، ۵۳ ماشومان او ۲۴ میرمنې شاملې دي چې ټول میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
هغه کسانو چې یاد ښوونځی سوځولی یو لیک یې پریښی چې پکې لیکل شوي: «موږ تاسو ته د اسلام په خاطر وایو چې د مکتب څخه کرزی او اشرف غني پیدا کېږي او د حجرې [مدرسې] څخه ملا عمر مجاهد او شیخ هبت الله.»
د زابل ولايت دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې نيول شوی کس په دې تورن دى چې د دغه ماشوم له وژلو وروسته يې د هغه جسد سوځولى دى.
نموړی زیاتوي، چې د سختې یخنۍ له کبله یادو ولسوالیو کې لږ تر لږه شل تنه د پښو او لاسونو د وینې په لخته کیدو او څه د پاسه ۱۵۰۰ کسان په مرګوني تنفسي ناروغیو اخته شوي دي
د طالبانو راتګ سره زابل ولایت کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتیږي چې د چارو کارپوهان یې ترټولو لوی لاملونه دغلته د صنعتي فابريکو او تجارت نشتون يادوي.
د مسوولینو په وینا، چې د یوه ملا په کور د تندر پریوتو له امله د هغه دوه تنکي زامن مړه شوي چې عمرونه یې له دولسو څخه تر پنځلسو کلونو پورې وو.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، ياده پېښه پرون (جمعه، ۱۱ د وري) ناوخته د شاجوی ولسوالۍ اړوند «سره غره» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، دغه صراف ظابت نومېده چې تېره ورځ یې جسد شاجوی ولسوالۍ موندل شوی دی.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وايي، یاد کسان د زابل د مرکز قلات ښار په ګډون په شاجوی، میزانې او شینکۍ ولسوالیو کې مسموم شوي دي.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د ځوانانو امر نياز محمد زيارمل وايي، ددې کتابتون لپاره د همدې سيمي خلکو ۳۵۰۰ جلده بېلابېل کتابونه راټول کړي دي.