د خوست ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین هم د بازار نشتون برخه کې ځینې ستونزې مني او وايي، په دې وروستیو کې دوی اوس یوازې چین هیواد ته د جلغوزیو په صادرولو تکیه کړې.
اغامحمد رودوال د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال او سوداګر و او له کلونو را هیسې یې په افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیتونه کول.
عبیدالله وایي، د دغې اورلګېدنې پرمهال د جالۍ دارو سبدونو جوړولو ټول ماشينونه، خام او جوړ شوي توليدات سوځېدلي او نور چاته ځاني زيان نه دی رسېدلی.
یوه سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تورخم دروازې د تړل کېدو له دوه ورځني ځنډ وروسته یې ګڼ مالونه خراب شوي او هغه چې پاتې دي په جلال آباد ښار کې یې لیلام ته وړاندې کړي دي.
کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، سوداګر خيرالله د کندهار ښار د اتمې حوزې اړوند «ګيلان» سيمې اصلي اوسيدونکی و، چې نن د نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
که څه هم سوداګر د انارو د پېکه بازار او بهر ته د صادراتو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي، خو د کندهار د کرنې ریاست کې د طالبانو مسوول وایي، چې د پخوا په پرتله بازارونه ښه شوي او د صادراتو لړۍ په عادي ډول روانه ده.
کندهار کې د طالبانو د کرني او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.
سوداګر د طالبانو له حکومت غواړي چې دوی ته داسې زمينه برابره کړي ترڅو د کندهار او نورو ولايتونو مميز تر نړيوالو بازارونو ورسوي او هلته یې په ښه بیه وپلوري.
یو سوداګر چې د اوړو کارو بار لري وایي، چې له هېواده بهر ته د بانکونو له لارې د پيسو په لېږد او بیرته ترلاسه کولو برخه کې محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي دي.
تاکاشی له طالب چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې پر سياسي، اقتصادي، بشري مرستو، پروژو عملي کولو د سوداګرو د ستونزو پر حل، دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.